شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د دفاع وزارت:پکتیکا کې فرضي کرښې ته نږدې د...

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت:پکتیکا کې فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان یوه پوسته نیول شوې

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال صدیق‌الله نصرت وایي چې افغان ځواکونو د «ردالظلم» په نوم د غچ‌اخیستونکو عملیاتو په دوام کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د ډنګر لګډ په سیمه کې فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان د پوځ یوه پوسته نیولې ده.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د عملیاتو پر مهال د مقابل لوري یو عراده ټانک هم له منځه وړل شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې په اړه د پاکستان له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here