د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه هېوادونه چې د ایران له خوا د هرمز تنګي د تړلو له ګواښ سره اغېزمن شوي، ښايي د امریکا له متحده ایالاتو سره یوځای جګړهییزې بېړۍ سیمې ته واستوي تر څو دغه مهم سمندري مسیر پرانیستی او خوندي وساتي.
ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال لیکلي، چې امریکا د ایران ۱۰۰ سلنه پوځي وړتیا له منځه وړې، خو زیاته یې کړه چې ایران لا هم کولای شي د ډرونونو، ماینونو یا لنډ واټن توغندیو له لارې په دغه سمندري لاره کې ګواښ رامنځته کړي.
هغه هیله څرګنده کړې چې چین، فرانسه، جاپان، جنوبي کوریا او بریتانیا به هم خپلې بېړۍ سیمې ته واستوي څو د هرمز تنګي امنیت تضمین شي.
ټرمپ همداراز ویلي، تر هغه وخته به امریکایي ځواکونه د ایران پر ساحلي سیمو سخت هوايي بریدونه کوي او ایراني کښتۍ او بېړۍ به له اوبو وباسي، څو په هره ممکنه لاره د هرمز تنګی بېرته پرانیستی، خوندي او ازاد وساتل شي.

