د طالبانو حکومت د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ د مرکزي لېسې ودانۍ په توپونو شوې ده.
د یاد ریاست د اطلاعاتو امر ضیاءالرحمن سپینغر ویلي، په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو د لېسې ودانۍ ته درانه مالي زیانونه رسېدلي دي.
نوموړي زیاته کړې چې دا پېښه د سرحدي تاوتریخوالي په دوام کې رامنځته شوې ده.

