د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل د ایران او پاکستان په اړه څرګندونې کړي دي.
نوموړي ویلي چې داسې ښکاري چې ایران به په روانه جګړه کې د خپلو قربانیو په بیه بریا ترلاسه کړي، او که بریا ترلاسه شي، په سیمه کې به لومړۍ او وروستۍ خبره د ایران وي.
هغه دغه راز ویلي چې بل په دې بهیر کې تر ټولو ډېر معنوي او مادي زیان پاکستان ته رسیدلی دی.
د هغه په وینا، پاکستان د سیمهییز سیاست او په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځ د کرایه يي او اجرتي پوځ په توګه پېژندل شوی، او په نړیواله کچه ورته کوم ځانګړی ارزښت نه ورکول کېږي، یوازې د کرایه يي پوځ په نوم یې پېژني.

