د کونړ ولایت ځايي چارواکي وایي چې د تېرو ۴۸ ساعتونو په موده کې د پاکستان له لوري د دې ولایت پر بېلابېلو سرحدي ولسوالیو لسګونه توغوندیز او توپچي بریدونه ترسره شوي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې تر ۲۷۰ زیات توغوندي او د توپ مرمۍ توغول شوې دي.
چارواکي زیاتوي چې د بریدونو له امله د استوګنې یو شمېر کورونه او ودانۍ زیانمنې شوې دي.
تر اوسه د دې بریدونو له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو د سیمې اوسېدونکي د دوامداره بریدونو له امله له جدي اندېښنو سره مخ دي.

