د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې انارکلي هنریار د پاکستان وروستي هوايي بریدونه پر افغان خاوره په سختو ټکو غندلي دي.
نوموړې ویلي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کېږي او دا عمل د بشریت ضد جنایت او د نړیوالو بشري اصولو خلاف دی.
هنریار زیاته کړې چې پاکستان تل بېدفاع افغانان په نښه کړي او حتی د روژې په مبارکه میاشت کې یې د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی.
هغې همداراز ټینګار کړی چې پاکستان تر اوسه د افغانستان لپاره د یوه ښه او باوري ګاونډي په توګه نه دی ثابت شوی.

