د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم وایي چې پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې خپلو بمباریو ته دوام ورکوي او د ملکي وګړو د وژل کېدو او د بېلابېلو تأسیساتو د ویجاړېدو لامل ګرځي.
نوموړي ویلي چې د نړیوالو چوپتیا، د ملګرو ملتونو انفعالي دریځ او د افغانستان انزوا پاکستان ته دا جرأت ورکړی چې حتی پر کابل هم بریدونه وکړي.
خرم همداراز ټینګار کړی چې په داسې حساسو شرایطو کې باید له افغان ملت سره مهمې مسلې شریکې شي او د هغوی مشوره واخیستل شي، ځکه د ده په وینا هېڅ حکومت یوازې د داسې سترو ستونزو د حل توان نه لري.
هغه وړاندیز کړی چې د هېواد د مهمو پرېکړو لپاره دې دودیزه ملي جرګه، یعنې لویه جرګه، راوبلل شي څو د هغې د سپارښتنو پر بنسټ سترې پرېکړې وشي.

