جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد:که د کابل او اسلام اباد تاوتریخوالی دوام وکړي، کړکېچ به...

زلمی خلیلزاد:که د کابل او اسلام اباد تاوتریخوالی دوام وکړي، کړکېچ به نور هم زیات شي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان وروستي هوايي بریدونه پر افغانستان په سختو ټکو غندلي دي.

نوموړي ویلي چې د تېرې شپې په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او د خصوصي هوايي شرکت کام ایر د تېلو زېرمه هم ویجاړه شوې ده، چې دا کار د منلو وړ نه دی.

خلیلزاد پوښتنه کړې چې ایا د پاکستان واکمن بنسټونه توان لري خپل هېواد په مسؤلانه ډول رهبري کړي که نه.

هغه له اسلام‌اباد غوښتي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د خبرو اترو لاره خپله کړي، ځکه د هغه په وینا که حالت همداسې دوام وکړي نو افغانان ښايي خپل ځواب ورکړي چې پایله به یې لا ډېر کړکېچ او کړاو وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here