د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکی جابر نعماني وایي چې د اسلاماباد د فیضاباد په سیمه کې د «حمزه» په نوم پوځي بیس او د هغه قومنداني د پاکستان د پوځ له مهمو ستراتیژیکو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي ویلي، دغه مرکز یو منظم او مهم استخباراتي ځای دی او د هدف ګرځولو پرېکړه په ډېر دقت سره شوې ده.
د هغه په وینا، د دغه مرکز په نښه کول د دښمن سیسټم ته یو ژور او مهم پیغام لري.

