د خیبر پښتونخوا د لکي مروت په ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر د بمي برید له امله لږ تر لږه ۶پولیس ځای پر ځای وژل شوي او یو بل پولیس په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.
د سیمهییزو پولیسو د معلوماتو له مخې، برید هغه مهال وشو چې د پولیسو موټر په سیمه کې په ګزمه بوخت و.
د پولیسو په وینا، دا برید د خیبر پښتونخوا په دې سیمه کې د وروستیو ورځو د ناامنۍ او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

