د پخواني جمهور رئیس ویاند شاه حسین مرتضوي د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو په اړه لیکلي چې افغانان باید له دښمن سره همغږی او یوه خوله نه شي.
ښاغلي مرتضوي ویلي، په داسې وخت کې چې د هېواد بېلابېل ولایتونه د دښمن د الوتکو تر بریدونو لاندې دي، د هېواد هر وګړی، په ځانګړي ډول سیاسي قشر، باید له سیاسي تمایلاتو او اختلافاتو پورته د ملي مسؤلیت له درکه د هېواد د ګټو دفاع وکړي.
هغه ټینګار کړی چې سیاسي یووالی او د ټولو هېوادوالو ګډ دریځ د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او دفاع لپاره حیاتي ارزښت لري.
مرتضوي همداراز ویلي چې یو ګاونډی هېواد له کلونو راهیسې د افغانستان د حکومتونو پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي او اوس وخت دی چې افغانان د هغه پر وړاندې متحد او یو موټی شي.
نوموړي د خپلې لیکنې په پای کې لیکلي: «ژوندی دې وي افغانستان».

