یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې د کابل ښار د ۲۱مې امنیتي حوزې اړوند د پلچرخي په سیمه کې د پاکستان د پوځ په هوايي برید کې درې ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د سرچینو په وینا، دا برید د استوګنیزو سیمو ته نږدې شوی چې له امله یې ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تر اوسه رسمي طالب چارواکو په دې اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.

