د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د چین له ځانګړي استازي یوې شیاو یونګ سره ناسته کړې.
محمد صادق خان په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې نوموړي د چین له استازي سره هغه مهال لیدلي چې نوموړی نن سهار له کابل څخه اسلاماباد ته ورسېد.
دواړو لورو په دې غونډه کې د وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له لوري پاکستان او چین ته د متوجه ګواښونو په اړه بحث کړی.
صادق خان او د چین استازي په خبرو کې د سیمې د امنیتي وضعیت ارزونه کړې، او دواړو خواوو ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د سیمې ثبات لپاره ګډې او همغږې هڅې اړینې دي.

