پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeافغانستاند بشري حقونو نړیوال بنسټ:د پاکستاني پوځ لخوا خوست کې د درې...

د بشري حقونو نړیوال بنسټ:د پاکستاني پوځ لخوا خوست کې د درې ماشومانو وژل کېدل د جګړې د قوانینو جدي سرغړونه ده

د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) د خوست ولایت په فرضي کرښه د پاکستاني پوځ لخوا د ملکي وګړو پر کورونو د توپچي برید په سختو ټکو غندلی او د دې پېښې د بېړنۍ او خپلواکې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

یاد بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د مارچ په ۱۲مه د سهار شاوخوا ۴:۴۵ بجې د خوست ولایت د علیشېر ولسوالۍ د صادق غراب په سیمه کې پر استوګنیزو کورونو د توپ مرمۍ لګېدلې دي.

د راپور له مخې، دغه برید چې د پاکستاني پوځ ته منسوب شوی، له امله یې درې ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه شپږ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، پر مېشتو سیمو د درنو وسلو کارول د نړیوال بشري قانون له اصولو سره په ټکر کې دي، او د جګړې له اړخونو غوښتل کېږي چې د ملکي وګړو او پوځي اهدافو ترمنځ روښانه توپیر وساتي.

د بنسټ مشر جاومي د اورګیل ویلي، د ماشومانو وژل کېدل یوه لویه انساني فاجعه ده او د مېشتو سیمو پر ضد بې‌توپیره ډزې د جګړې د قوانینو جدي سرغړونه بلل کېدای شي.

د بشري حقونو دغه نړیوال بنسټ ټینګار کړی چې دا ډول پېښې یوازېنۍ نه دي او په وروستیو کلونو کې د افغانستان د فرضي کرښې ته څیرمه ولایتونو لکه خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او کونړ کې د کرښې هاخوا مرمۍ ویشتل څو ځله تکرار شوي چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي او ګڼې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here