د اسلام اباد سترې محکمې د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان هغه غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې له زندانه یو شخصي روغتون ته ولېږدول شي، خو محکمې د زندان په داخل کې د هغه د روغتیا د ارزونې لپاره د ځانګړي طبي بورډ د جوړولو امر کړی.
د راپور له مخې، د محکمې قاضي ارباب طاهر د اورېدنې پر مهال ویلي، چې د سترګو متخصص تکړه دی او کولای شي د عمران خان طبي معاینات همدلته زندان کې ترسره کړي، او بیرون ته د تګ فرصت یې نشته.
محکمې د اسلاماباد لوی کمشنر ته لارښوونه کړې چې یو طبي بورډ جوړ کړي چې پکې به د ډاکتر اصف او د ډاکتر ندیم قریشي په نوم ډاکتران شامل وي.
د محکمې د پرېکړې له مخې، دا طبي بورډ به ارزونه کوي چې ایا عمران خان باید روغتون ته ولېږدول شي یا نه.

