د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي چې نن ورځ ټولنیزې شبکې د خلکو شخصي منبرونه ګرځېدلي دي، چې هر څوک پکې خپل نظر څرګندولی شي او پر عامه افکارو اغېز کولای شي.
نوموړي ټینګار کړی چې لکه څنګه چې په مسجد کې د منبر خبرې مسؤلیت او درناوي غواړي، نو په ټولنیزو شبکو کې هم خبرې باید په مسؤلانه توګه وشي.
رحمتالله نبیل ویلي، سالم بحث او پوهاوی کولی شي دغه ډیجیټلي منبرونه د پوهې او ټولنې د خیر لپاره ګټور کړي، خو جهل، کرکه او تعصب بیا ټولنه د تفرقې او ستونزو پر لور بیایي.

