د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر د اسراییل ټایمز له رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې اسراییل نه شي کولی په ایران کې حاکم نظام نسکور کړي او دا کار یوازې د ایران د خلکو له لوري ترسره کېدای شي.
نوموړي زیاته کړې چې که د ایران خلک د حکومت د بدلون هڅه وکړي، نو ښايي د بریا لپاره یو ډول بهرني ملاتړ ته اړتیا ولري.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر همداراز د ایران د سیاسي وضعیت په اړه ویلي چې د ایران د رهبرۍ په منځ کې د پام وړ درزونه لیدل کېږي، خو د هغه په وینا سختدریځي څېرې لا هم د واک واګې په لاس کې لري.
هغه ټینګار کړی چې د حکومت بدلونونه عموماً د پوځي عملیاتو تر پای وروسته رامنځته کېږي، نه د جګړې په منځ کې.
د نوموړي په خبره، په ایران کې د نظام بدلون د اسراییلو ښکاره هدف نه دی، خو تلابیب هڅه کوي داسې شرایط رامنځته شي چې دا ډول پایله ممکنه کړي.

