د طالبانو حکومت تر واک لاندې د برښنا شرکت وایي، چې د ترکمنستان او هرات د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا د لېږد مزي پرې شوي او د بېرته فعالولو لپاره یې هڅې روانې دي.
دغه مزی تېره شپه د سختې یخنۍ او توپان له امله د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د بند بقرچر په سیمه کې پرې شوی، چې له امله یې هرات ته وارداتي ترکمنستاني برېښنا پرې شوې ده.
برښنا شرکت وایي، د لوړ ولتاژ تخنیکي کارکوونکي د شپې ناوخته سیمې ته رسېدلي، د ستونزې ځای یې تثبیت کړی او اوس مهال د ژر حل لپاره جدي کار روان دی.
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، په یاده سیمه کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د لېږد دوه پایې هم نړېدلې دي او تخنیکي ټیمونه هڅه کوي، چې د لنډمهالي حل له لارې مزی ژر تر ژره بېرته فعال کړي.

