د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، چې روسیې د ایران له حکومت سره د بېپیلوټه الوتکو په برخه کې ملاتړ پیل کړی او امکان لري چې د توغندیو او هوايي دفاع په برخه کې هم مرستې وکړي.
زلنسکي په یوه مرکه کې ویلي، اوسمهال اساسي پوښتنه همدا ده چې کوم هېواد به لومړی د ایران د رژیم د ملاتړ لپاره خپل پوځیان ولېږي.
هغه زیاته کړې چې ورته حالت مخکې هم رامنځته شوی و، کله چې شمالي کوریا شاوخوا ۱۰ زره سرتېري روسیې ته ولېږل، چې اوس هلته ځای پر ځای شوي او ښايي د جګړې لپاره اوکراین ته واستول شي.
د زلنسکي په خبره، ورته سناریو ښايي په ایران کې هم تکرار شي او روسیه خپل پوځیان دغه هېواد ته واستوي.

