د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو او همدارنګه د سیمې پر وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو د نظر تبادله شوې ده.
دواړو لورو د منځني ختیځ وروستی وضعیت اندېښمنوونکی بللی او پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه او د جګړې د پراخېدو هڅې یې غندلې دي.
په دې ټلیفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعیت هم بحث شوی او د افغانستان لوري د پاکستان د بریدونو او د طالبانو حکومت د متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.

