ځینو مهمو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان درې کسیزه هیئت د مولانا فضلالرحمان په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
سرچینه وایي، دغه هیئت د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د وروستیو شخړو د کمولو او د اختلافونو د حل لارې چارې وڅېړي.
ویل کېږي چې د هیئت په جوړښت کې د مولانا فضلالرحمان تر څنګ مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

