سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستاناډم بویلر:امریکا به نور دا ونه زغمي چې نور هېوادونه امریکايي بندیان...

اډم بویلر:امریکا به نور دا ونه زغمي چې نور هېوادونه امریکايي بندیان وساتي

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي اډم بویلر پر اېکس لیکلي چې امریکا به نور دا ونه زغمي چې نور هېوادونه امریکايي بندیان وساتي.

هغه ویلي، افغانستان دا مهال درې بې‌ګناه امریکایان بنديان ساتلي او د هغوی د خوشې کېدو وخت رارسېدلی دی.

د ده په وینا، دا کسان باید ژر تر ژره ازاد شي.

بل لور ته د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې بهرني وګړي د هېواد د قوانینو د نقض له امله نیول شوي او بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا افغانستان د «غیر قانوني نیونو د ملاتړ کوونکي دولت» په توګه نومولی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here