د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې نړیوالې فعالې ملاله یوسفزۍ، د ملګرو ملتونو په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او ټولنیز حضور محدودول «جنسیتي اپارتاید» دی او نړۍ باید د دې د پای ته رسولو لپاره جدي اقدام وکړي.
اغلې ملالې ویلي چې ریښتینی عدالت هغه دی چې د نړۍ په هر ځای کې د ماشومانو حقونه خوندي کړي، نه دا چې په یوه ځای کې یې دفاع او په بل ځای کې یې له پامه وغورځوي.

هغې د ایران، غزې او افغانستان د ماشومانو او نجونو وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه چې یوازې ویناوې نجونې نه شي ساتلی، بلکې قانون، حساب ورکونه او سیاسي جرئت د هغوی د خوندیتوب لپاره اړین دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ راهیسې د شیخ هبت الله اخندذاده په امر د نجونو زده کړې له شپږم ټولګي پورته منع اعلان شوي او همدا رنګه ښځې نشي کولای چې خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي او کار وکړي.


