د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سيبياېس شبکې سره په مرکه کې ویلي چې له ایران سره جګړه «په بشپړه توګه» مخ ته تللې او امریکا د عملیاتو په بهیر کې د لومړنيو ۴ تر ۵ اوونیو مهالوېش څخه «ډېره مخکې» ده.
ټرمپ د ایران د نوي مشر مجتبی خامنه اي په اړه وویل چې هغه ته هېڅ پیغام نه لري.
د هغه په وینا: «هیڅ پیغام نه لرم، بالکل هېڅ.»
نوموړي زیاته کړه، چې د ایران د اوسني مشر د بدیل لپاره یو کس په نظر کې لري.
ټرمپ همداراز خبرداری ورکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت هر څه چې د توغولو لپاره یې درلودل، توغولي دي او غوره ده «احمقانه کار» ونه کړي، ځکه که داسې وکړي «دا به یې پای وي».
بلخوا د کرملین ماڼۍ اعلان وکړ چې امریکايي او روسیې ولسمشرانو په یو ساعته اړیکه کې د ایران او اوکراین جګړې د پای ته ته رسیدو په اړه خبرې کړي.

