د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د «د امریکا د یرغمل شویو او ناعادلانه نیول شویو کسانو ورځې» په مناسبت د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې ویلي چې د یرغمل نیونې په برخه کې د نړۍ تر ټولو بد عامل د تهران د آیتالله رژیم دی.
روبیو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ایران حکومت د ترهګرۍ له سترو ملاتړو څخه شمېرل کېږي او په نړۍ کې د یرغمل نیونې له بدنامو عاملانو څخه هم دی.
هغه ټینګار کړی چې امریکا به د ایران حکومت او هر هغه رژیم چې په ورته کړنو کې لاس لري، ځواب ویونکي وګرځوي او د دغو اقداماتو له امله به تر پوښتنې لاندې راولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړېد چې د ایران د توغندیز ځواک او سمندري وړتیاوې ورځ تر بلې کمزورې کېږي، د وسلو فابریکې یې لږ فعالیت کوي او د توغندیو د توغولو وسایل هم محدود شوي دي.

