د بنګلهدېش حکومت اعلان کړی چې د انرژۍ د سپما لپاره به د هېواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه په موقتي ډول وتړي.
چارواکو ویلي چې دا پرېکړه د نړیوالو سیاسي کړکېچونو او د سون توکو د بیو د لوړېدو له امله شوې ده، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
د بنګلهدېش د حکومت په وینا، د پوهنتونونو تړل به د برېښنا مصرف کم کړي او د ښارونو په سړکونو کې د تګ راتګ د کمېدو له لارې به د سون توکو ضایع کېدل هم راکم شي.
چارواکو زیاته کړې چې له دې پرېکړې سره به د پوهنتونونو د اختر رخصتۍ هم له ټاکلي وخت څخه مخکې پیل شي او دا تګلاره به له نن ورځې په ټول هېواد کې عملي شي.

