د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
د وزارت په وینا، په دې کتنه کې د افغانستان او چین د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې د وروستیو تحولاتو او پر افغان خاورې د پاکستان د پوځ د بریدونو په اړه خبرې شوې دي.
چینایي استازي ټینګار کړی چې بیجینګ غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي او هڅه کېږي چې د سیمې کړکېچ نور هم پراخ نه شي.
نوموړي زیاته کړې چې چین په دې تړاو له پاکستاني چارواکو سره هم په اړیکه کې دی.
په ورته مهال امیرخان متقي ویلي چې افغانستان د ستونزو د حل لپاره سولهییزو لارو ته لومړیتوب ورکوي، خو د هېواد او خلکو دفاع د افغانانو حق ګڼي.

