د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت ویاند ایمل فیضي ویلي چې د افغان ملکي وګړو د درد او وینې له پامه غورځول او هغه کسان چې دا حقیقت بیانوي «د طالبانو لابيګر» بلل، د تنګنظرۍ څرګندونه ده.
فیضي ویلي که د حقیقت ویل یو څوک لابيګر معرفي کوي؛ نو دی چمتو دی چې دا تور ومني.
هغه زیاته کړې چې د محدود فکر او کم زغم لرونکي کسان د هېواد واقعیتونه یوازې د خپل تنګ لید له زاویې ګوري.
نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول لیدلوری د تنګ نظرۍ ښه بېلګه ده او د ده په وینا داسې کسان د حقیقت منلو ته چمتو نه وي او نړۍ هم د خپل محدود فکر په اندازه ارزوي.
د یادونې ده چې لینا روزبه د پاکستان سره جګړه کې هغه خلک لابيګر بللي وو، چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه یې خواشیني ښودلې وه او د پاکستان بریدونه یې غندلي وه، ددغه خبرو په غبرګون کې حمیرا قادري په یوه څرګندونه کې پوښتنه کړې وه: «ایا باید د ملکي وګړو وژل کېدل ونه وینو، او که یې ووینو نو بیا د طالبانو لابيګر بلل کېږو؟»

