اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې نړۍ په روښانه ډول ویني څوک ښارونه او ملکي وګړي بمباروي.
مشعل ویلي چې په وروستیو ورځو کې د ډیورنډ کرښې هاخوا د پاکستاني ځواکونو بریدونو بېګناه افغانان وژلي دي، هغه څه چې د ده په وینا ان نړیوالو سازمانونو هم تایید کړي دي.
هغه زیاته کړې چې د دغو بریدونو پر مهال د ټيټيپي د جنګیالیو د وژل کېدو کوم راپور نه دی ورکړل شوی، چې دا د پاکستان د ادعاوو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
نوموړي همدارنګه ویلي چې سیمه ښه پوهېږي چې د ترهګرۍ ډېرې ریښې چېرې دي او څنګه د لسیزو راهیسې د یوې پالیسۍ د وسیلې په توګه کارول شوې دي.
د عاطف مشعل په وینا، افغانان د پاکستان له خلکو سره دښمني نه لري، خو د پاکستان د پوځ کړنې دغه هېواد او ټوله سیمه خطرناک ټکر ته بیایي.
هغه ټینګار کړی چې افغانان جګړه نه غواړي، خو د فشار پر وړاندې تسلیمېږي هم نه.
د هغه په خبره، که یرغل دوام وکړي، د افغانانو غبرګون به حتمي وي او که څه هم افغانستان دودیز پوځي ځواک نه لري، خو افغانان د نامتقارن مقاومت اوږده تجربه لري.
دا په داسې حال کې ده چې خواجه اصف ادعا کړې وه چې وسلهوالې ډلې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته په “بې شرمۍ” سره د پاکستان پر ښارونو، جوماتونو او لمونځ کوونکو بریدونه کوي.

