د پاکستان وتلي سیاستوال او د سنا مجلس پخواني غړي افراسیاب خټک د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، که څه هم دا ورځ د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره مهمه ده، خو د پښتنو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
خټک ټینګار کړی چې پښتانه باید درک کړي چې د دوی د ډېرو بدبختیو یو ستر لامل په خپل ټولنیز ژوند کې ښځو ته د لازم ځای نه ورکول دي.
د هغه په وینا، هغه قوم چې نیمایي برخه یې له ټولنیز او فکري مشارکته بېبرخې وي، هېڅکله نه شي کولای له نورو قومونو سره سیالي وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د یوې ټولنې پرمختګ او ځواکمنتیا هغه وخت ممکنه ده چې ښځې او نارینه دواړه په ګډه د ټولنې په جوړولو او پرمختګ کې برخه واخلي.

