د چارو شنونکي جاوید همدرد ویلي، په متحده ایالاتو کې د یوه پاکستانی وګړي د محکومېدو قضیه ښيي چې د ترهګرۍ نړیوالې شبکې لا هم له پاکستان سره تړاو لري.
همدرد وايي، هغه پاکستانی تبعه چې د امریکايي سیاستوالو د ترور د پلان په تور محکوم شوی، د یوې ایراني وسلهوالې ډلې سره یې اړیکې لرلې او د راپورونو له مخې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخوانی ولسمشر جو بایډن یې احتمالي هدفونه وو.
د هغه په وینا، د دې ډول پېښو لړۍ ښيي چې پاکستان له کلونو راهیسې د سختدریځو ډلو د روزنې او ملاتړ له پراخې شبکې سره تړلی پاتې شوی دی.
جاوید همدرد زیاتوي، د پاکستان پوځي بنسټونو د دیني مدرسو، نیابتي وسلهوالو ډلو او پټو شبکو یو داسې سیستم رامنځته کړی چې په سیمهییزو شخړو کې د نفوذ د وسیلې په توګه کارول کېږي.
هغه ټینګار کوي چې دا پېښه یو جلا مورد نه دی، بلکې د یوې پراخې ستونزې نښه ده؛ ځکه د ده په وینا د پاکستان امنیتي جوړښتونه کله ناکله د خپلې بهرنۍ تګلارې د عملي کولو لپاره له نیابتي وسلهوالو ډلو کار اخلي.
همدرد وایي، تر هغه چې واشنګټن دا ستونزه د یو بنسټیز او سیسټماټیک حالت په توګه ونه پېژني، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به له جدي ننګونو سره مخ پاتې وي.

