د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې پاکستان به بالاخره د جګړې د درولو او اوربند غوښتنه وکړي.
هغه ویلي چې لکه څنګه یې له لومړۍ ورځې اټکل کړی و، اوس پاکستان د جګړې له سختو شرایطو سره مخ دی او د همدې له امله د اوربند خبره مطرح کوي.
د سادات په وینا، پاکستان دا مهال له درېیو مهمو ستونزو سره مخ دی.
د هغه په خبره، لومړی دا چې د ایران جګړې د نړیوال اقتصاد او د تېلو بازار ته زیان رسولی، دویم دا چې د پاکستان د جنګي الوتکو مهمات د ختمېدو په حال کې دي، او درېیم دا چې د ډیورنډ کرښې وضعیت ورځ تر بلې د افغانستان په ګټه بدلېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې که افغانستان له دې تاریخي فرصته په هوښیارۍ او چټکۍ ګټه واخلي، نو امکان لري دا ستونزه د تل لپاره حل شي او پاکستان بیا د بریدونو او تورونو توان له لاسه ورکړي.

