امریکایي رسنۍ بلومبرګ وایي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي چې که له افغان خاورې د پاکستان پر ضد د وسلوالو ډلو فعالیتونه بند شي، پاکستان چمتو دی چې پر افغانستان خپل پوځي عملیات ودروي.
بلومبرګ وایي چې عاصم منیر ویلي، د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کار اخیستل د منلو وړ نه دي او که دا وضعیت دوام وکړي؛ نو د دې ګواښ د له منځه وړلو لپاره به ټول اړین اقدامات ترسره کړي.
بل لورته د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې هغه مهال زیاتې شوې چې د پاکستان د هوایي بریدونو په ځواب کې د افغانستان لوري غبرګون وښود.
وروسته پاکستان اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې جګړه پراخه کړې او د کابل په ګډون یې د هېواد پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.
دغه بریدونه دواړو خواوو ته اوس هم دوام لري.

