د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا او اسراییلو له لوري په تهران کې د ایران د ډیپلوماټیکو پولیسو پر مرکزي دفتر وروستي بریدونه د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماسۍ پر ضد خطرناک او غیرقانوني اقدام وباله.
بقایي په خپله ایکس پاڼه ویلي، دغه دفتر یوازې د بهرنیو سفارتونو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د امنیت ساتنې مسوولیت لاره، او پر داسې یوې ادارې برید د نړیوالو عرفي اصولو ښکاره نقض دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا برید د امریکا د هغې تګلارې دوام دی چې په وینا یې په فعاله توګه غواړي ډیپلوماسي کمزورې کړي.

