د ترکیې د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، هغه بالستیک توغوندي چې له ایران څخه توغول شوي وو او د عراق او سوریې له هوايي حریم تر تېرېدو وروسته د ترکیې له فضایي حریم د تیریدو په حال کې وو، په ختیځ مدیترانې کې د ناټو د هوايي او توغندیز دفاعي سیستمونو له لوري په وخت هدف وګرځول شول او شنډ کړل شول.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو مهماتو یوه ټوټه د هاتای ولایت د دورتیول ولسوالۍ کې لوېدلې، خو څرګنده شوې چې دا د هوايي دفاعي عملیاتو د مخنیوي مهماتو پورې اړه لري چې ګواښ یې په هوا کې له منځه وړی و.
په پېښه کې د مرګژوبلې یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

انقره همداراز ټولو اړخونو ته خبرداری ورکړی چې د شخړو د پراخېدو لامل کېدونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي، او زیاته کړې یې ده چې له ناټو او نورو متحدینو سره به خپلې سلا مشورې جاري وساتي.

