چهارشنبه, مارچ 4, 2026
Homeافغانستانضمیر کابلوف:روسیه چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب...

ضمیر کابلوف:روسیه چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي

په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

د لیدنې پر مهال کابلوف د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اشاره کړې او دا یې د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید اختلافات د خبرو او سیاسي تعامل له لارې حل کړي.

کابلوف همداراز ویلي چې که اړتیا وي، روسیه چمتو ده د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي ترڅو کړکېچ راکم او ثبات ته لاره هواره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here