چهارشنبه, مارچ 4, 2026
Homeافغانستانبریټانیا؛د افغانستان په ګډون پر څلورو هېوادونو د ویزو بندیز اعلان کړ

بریټانیا؛د افغانستان په ګډون پر څلورو هېوادونو د ویزو بندیز اعلان کړ

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د څلورو هېوادونو پر اتباعو به د ویزو محدودیتونه ولګول شي.

په دغو هېوادونو کې افغانستان، میانمار، سوډان او کامېرون شامل دي.

د یاد وزارت په وینا، د دغو هېوادونو د محصلینو ویزې به وځنډول شي او افغان وګړو ته به د کار ویزې هم پای ته ورسول شي.

برېټانیا ویلي چې دا پرېکړه د پناه غوښتنې د دوسیو د زیاتوالي له امله شوې او د لومړي ځل لپاره یې د بندیدو تګلاره عملي کړې ده.

چارواکو ټینګار کړی چې د ویزو په پالیسۍ کې دا بدلون د مهاجرت د بهیر د کنټرول لپاره ترسره کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here