د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ویلي چې خپل ایراني سیال عباس عراقچي ته یې خبرداری ورکړی چې پر سعودي عربستان دې برید نه کوي، ځکه اسلاماباد له ریاض سره ګډ دفاعي تړون لري.
د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، اسحاق ډار ویلي چې دغه تړون پاکستان اړ باسي څو د بهرني پوځي برید په صورت کې د سعودي ملاتړ وکړي.
دا تړون تېر کال د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا لاسلیک شوی و.
په ورته مهال، ایراني ډرونونو په ریاض کې د امریکا سفارت او د راس تنوره د تېلو ستر تاسیسات په نښه کړي دي.
ایران خبرداری ورکړی چې که بریدونه دوام وکړي، د سیمې اقتصادي مرکزونه به هم هدف وګرځوي.

