د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د ایران وروستي بریدونه یوازې پر پوځي تاسیساتو محدود نه دي، بلکې د هېواد ټوله خاوره په بر کې نیسي او بېځوابه به پاتې نه شي.
نوموړي ټینګار کړی چې قطر ثابته کړې داسې هېواد نه دی چې ګواښ پرې وشي او دوحه په بشپړه توګه ځواب ویلو ته چمتو ده.
هغه زیاته کړې چې دوحې د دغو بریدونو په اړه هېڅ ډول مخکینی خبر نه درلود او دا مهال له تهران سره هېڅ اړیکه نه لري.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې د هېواد د توغندیو د شنډولو زېرمې نه دي خلاصې شوې او قطر د روان ګواښ پر وړاندې د مقابلې لپاره «کافي» دفاعي توغندي لري.

