سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeکورپاڼهبلوچ ازادي غوښتونکي وسله واله ډله:د پاکستان ۷ امنیتي سرتېري مو اعدام...

بلوچ ازادي غوښتونکي وسله واله ډله:د پاکستان ۷ امنیتي سرتېري مو اعدام کړل

د بلوچ ازادي غوښتونکو غورځنګ په یوه اوږده اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ له وروستیو څخه د فبرورۍ تر لومړیو پورې نیول شوي اووه پاکستاني امنیتي سرتېري یې اعدام کړي دي.

د دغه ډلې ویاند جنید بلوچ په یوه اعلامیه کې چې د برېښنالیک له لارې خپره شوې، ویلي چې دوی ټول امنیتي سرتېري اعدام کړي دي.

د بلوچ په برېښنالیک کې د یرغمل نیول شویو کسانو د ژوندي پاتې کېدو هېڅ ثبوت نه دی وړاندې شوی او نه هم د وژل کېدو رسمي ادعا مستند شوې ده.

تر اوسه د یادې پېښې په اړه د پاکستان د حکومت رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here