فایننشل ټایمز په یوه تفصیلي راپور کې ادعا کړې چې اسراییلو د څو کلونو په اوږدو کې د تهران د ترافیکي کمرونو پراخ هک، مخابراتي شبکو ته د نفوذ او د بشري سرچینو له کارولو وروسته، د ایران د رهبرۍ اړوند پر یوه مهم دفتر د هوايي برید لپاره زمینه برابره کړې وه چې بالاخره علي خامنهیي پکې ووژل شو.
د راپور له مخې، د تهران نږدې ټولې ترافیکي کمرې د اوږدې مودې لپاره هک شوې وې او انځورونه یې په کوډ شوې بڼه تلابیب ته لېږدول کېدل.
ویل کېږي دغه معلومات د بشري سرچینو او د اسراییلو د استخباراتي څانګې د ۸۲۰۰ واحد کوډ د شننو ترڅنګ د هغه څه په جوړولو کې کارول شوي چې استخباراتي چارواکي یې «د ژوند الګو» بولي؛ یعنې د استوګنې ځایونه، د تګ راتګ لارې او د امنیتي ټیمونو ورځنی مهالوېش.
راپور زیاتوي چې د پاستور سړک شاوخوا د مخابراتي برجونو ځینې برخې هم مختلې شوې وې، څو د احتمالي خبرداریو اړیکې د ساتونکو ټیم ته ونه رسېږي.
د ورځپاڼې په وینا، دا ټول اقدامات د څو کلونو د دوامداره استخباراتي کمپاین برخه وه.
موساد ته په اشارې سره، راپور وايي چې اسراییلو له څه باندې دوو لسیزو راهیسې پر ایران ځانګړی تمرکز درلود.
د پخوانۍ اسراییلي استخباراتي چارواکې سیما شاین له قوله ویل شوي چې دغه بهیر د ۲۰۰۰مې لسیزې له پیل سره سم، د هغه وخت د صدراعظم ارییل شارون په لارښوونه پیل شوی و.

