د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ریاض کې د خپل هېواد پر سفارت د برید او له ایران سره په روانه جګړه کې د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
نوموړي ویلي چې ایران به ډېر ژر د دې پېښې ځواب ترلاسه کړي او زیاته کړې یې ده: «زموږ ځواب به ژر روښانه شي.»
له دې وړاندې د سعودي عربستان د دفاع وزارت اعلان کړی و چې په ریاض کې د امریکا سفارت د ایران اړوند د دوو بېپیلوټه الوتکو هدف ګرځېدلی؛ خو د دوی په وینا په دغه برید کې د پام وړ زیان نه دی اوښتی.

