سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستانپاکستان کې د امنیتي اندېښنو له کبله؛د امریکا سفارت خپلې چارې ځنډولي...

پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له کبله؛د امریکا سفارت خپلې چارې ځنډولي او د ویزو مرکې یې لغوه کړې

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت خپلې ورځنۍ چارې په موقتي ډول ځنډولې دي.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اوسني امنیتي وضعیت له امله به په اسلام‌اباد کې سفارت او په لاهور او کراچۍ کې د امریکا کونسلګرۍ د جمعې تر ورځې پورې د ویزو ټولې ټاکل شوې مرکې لغوه کړي.

د خبرپاڼې له مخې، دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو له امله شوې ده او د وضعیت له ارزونې وروسته به د هر ډول نوي بدلون په اړه نور معلومات له عامو خلکو سره شریک شي.

سفارت له مراجعینو غوښتي چې د نوې نېټې او لارښوونو لپاره د رسمي اعلاناتو څارنه وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here