د بریتانیا لومړي وزیر کییر استارمر اعلان کړی چې هېواد یې د امریکا هغه غوښتنه منلې چې د بریتانیا له پوځي اډو څخه د ایراني توغندیو پر وړاندې د دفاعي بریدونو لپاره کار واخیستل شي.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ټینګار کړی چې دغه اجازه یوازې د دفاعي اقدامونو لپاره ده، لکه د توغندیو د زېرمو یا توغندیو ویشتونکو مرکزونو په نښه کول، څو احتمالي ګواښونه شنډ شي.
استارمر همداراز ویلي چې بریتانیا د امریکا او اسراییلو په ګډو هوايي بریدونو کې چې پر ایران ترسره شوي، برخه نه ده اخیستې او په راتلونکو احتمالي څپو کې هم د ګډون نیت نه لري.
د ده په وینا، لندن هڅه کوي د سیمهییز کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي او په عین حال کې د خپلو او متحدینو د امنیت ساتنه یقیني کړي.

