د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران یو لوی هېواد دی او امکان لري روانه جګړه لږ تر لږه څلور اوونۍ دوام وکړي.
هغه زیاته کړې چې په دغو نښتو کې درې امریکايي سرتېري هم وژل شوي دي.
ټرمپ له ډیلي مېل ورځپاڼې سره په مرکه کې ادعا کړې چې پر ایران د ترسره شویو بریدونو په پایله کې تر اوسه شاوخوا ۴۸ ایراني لوړپوړي مشران وژل شوي دي.
د هغه په وینا، سره له دې پوځي فشارونو، واشنګټن غواړي له تهران سره بېرته مذاکرات پيل کړي.
نوموړي دا هم ویلي چې د قطر، سعودي عربستان، بحرین، اردن او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره یې په دې تړاو خبرې کړې دي.
د سعودي عربستان د احتمالي ښکېلتیا په اړه د پوښتنې په ځواب کې ټرمپ ویلي: «دوی هم جګړه کوي.»
د دغو څرګندونو تر خپرېدو وروسته سیمهییز وضعیت لا هم ترینګلی بلل کېږي او د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

