د طالبانو حکومت دفاع وزارت اعلان کړی چې د پاکستان د پوځي رژیم پر ضد د انتقامي عملیاتو په دوام کې په ننګرهار، خوست او کندهار ولایتونو کې لیزري بریدونه او ځانګړي عملیات پیل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، تر اوسه یو څاربرج او د پاکستاني پوځ څلور لویې پوستې نیول شوې دي او د ماینونو د چاودنو له امله ۳۲ پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
وزارت زیاته کړې چې دوه بېپیلوټه الوتکې هم نسکورې شوې او یو شمېر پوځي تجهیزات بشپړ ویجاړ شوي دي.
د اعلامیې په حواله، دغه عملیات د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردوګانو لخوا ترسره شوي دي.

