یکشنبه, فبروري 15, 2026
Homeکورپاڼهکریکټ؛پاکستان د هند پر وړاندې له درنې ماتې وروسته درېیم مقام ته...

کریکټ؛پاکستان د هند پر وړاندې له درنې ماتې وروسته درېیم مقام ته ولوېد

پاکستان د ICC د شل اوریز نړیوال جام په ګروپ A کې د هند پر وړاندې له ۶۱ منډو ماتې وروسته درېیم مقام ته ښکته شو او د سوپر اېټ پړاو ته د رسېدو چانس یې له خطر سره مخ شو.

دغه سیالي د کولمبو په آر پرېماداسا نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، چیرته چې مدافع اتل هند لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې جوړې کړې.

د هند لپاره ایشان کیشان ۷۷ منډې وکړې، سوریاکمار یاداو ۳۲، تیلاک ورما ۲۵ او شیوام دوبې ۲۷ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري سائم ایوب درې ویکټې واخیستې، خو شاهین شاه اپریدي، عثمان طارق او سلمان علي اغا یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په ځواب کې د ۱۷۶ منډو هدف تعقیبولو پر مهال د پاکستان بېټنګ کرښه ونه ځلېده او ټوله لوبډله په ۱۸ اورونو کې په ۱۱۴ منډو وسوځېده، چې عثمان خان ۴۴ منډې وکړې، شاهین شاه اپریدي ۲۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د هند له لوري جسپریت بومرا، اکشر پټېل، هارډیک پانډیا او ورون چکرورتي دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

دغه بری د هند درېیم پرله‌پسې بری و، چې له امله یې د ګروپ لومړی مقام خپل کړ او د سوپر اېټ پړاو ته یې د یوې لوبې مخکې لار ومونده.

هند به خپله وروستۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د نیدرلینډز پر وړاندې ترسره کوي.

له بلې خوا، د دې ماتې وروسته پاکستان د ګروپ درېیم مقام ته ولوېد او ځای یې USA ته پرېښود.

همدا رنګه، پاکستان به خپله وروستۍ او مهمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د نامیبیا پر وړاندې کوي، چې ګټل یې د سوپر اېټ لپاره حتمي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here