د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې د استرالیا استازي ټینګار کړی چې د ایرانیانو ملي پاڅون بهرنۍ توطئه نه ده، بلکې د ایران د خلکو د واقعي غږ انعکاس دی.
نوموړې ویلي، هغه اعتراضونه او خوځښتونه چې دا مهال په ایران کې روان دي، د ولس له ژورو غوښتنو سرچینه اخلي او نړیواله ټولنه باید دا د خلکو مشروع غږ وبولي، نه د بهرنیو لاسوهنو پایله.
د استرالیا استازې زیاته کړې: «موږ د ایران د خلکو تر څنګ ولاړ یو» او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې د بیان ازادي او د سولهییزو غونډو او لاریونونو ازادي پرته له وېرې تضمین کړي.
هغې همداراز ټینګار کړی چې ټول هغه کسان چې د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکېل دي، باید وپیژندل شي او عدلي او قضايي تعقیب شي، څو عدالت ټینګ شي او د معافیت فرهنګ پای ته ورسېږي.

