لیکوال: احمد شاه ساحل
منظور پښتین د پاکستان پر ”بنیادونو“ برید کوي، یا په بله اصطلاح هغه د پاکستان بنسټیز روایتونه د پښتنو مخته راوړي، او د هغوی جعليت بربنډوي. مانا دا چي پاکستان خپل بنیاد د ”اسلام“ پر نوم جوړ کړی، خو منظور دغه بنیاد بیا بیا چلنجوي او له سختو پوښتنو سره یې مخ کوي.
څو ورځې وړاندې یې د پاکستان رویه د اسلام څخه وړاندې حالت او د واکمنو هغه یې د هغه وخت د فرعونیانو سره تشبیه کړې وه. دا ساده خبره نه ده. منظور د یو ستر قوم استازی دی، او استازي چې د مقابل طرف پر وړاندې کوم روایت جوړ کړي، هغه بیا د ټولو هغو وګړو د عامه ذهنیت برخه ګرځي، چې په ده پسې روان وي. یا که داسې ووایو، کله چې منظور د پاکستان روایتي بنیاد نړوي، په اتومات ډول پښتانه هم خپل ذهنیت ورسره بدلوي.
په همدې اساس پاکستان نن د خپل بنیاد له داسې جدي ګواښ سره مخ دی، چې تر دې وړاندې یې تجربه کړی نه و، او نور نه شي کولی هغه پښتانه، چې د ده تر حاکمیت لاندې یوه لویه کتله جوړوي، په دې نامه چې ګواکې د پاکستان مطلب ”لا اله الا الله“ ده، وغولوي. دا په دې هم مهمه ده چي پاکستان تر خپل حاکمیت لاندي د وګړو د راټولولو لپاره بل هیڅ کوم افشن او وسیله په لاس کې نه لري. یعنې هلته ټول شته قومونه ”یرغمل“ او د بېلابیلو بهرنیو ملتونو برخه دي چې د اسلام د وسیلې پرته، په حقوقي لحاظ هم د ”یوه ملت“ تر عنوان لاندې نه شي را يوځای کېدلی.
که دغه وسیله د ذهني تسلط له مخې تحلیل کړو، نو د پاکستان حالت زندان ته ورته کیږي. اوس که منظور د دوی دغه وسیله لمنځه وړي، اصلاً دا په دې مانا ده چې د پاکستان تر نامه لاندې دا ستر زندان ماتوي او هلته ټول قیدي قومونه ازادۍ ته رسوي، او بیرته هر یو د خپل اړوند ملت برخه ګرځي.
منظور د پاکستان د دیني روایتونو پر وړاندې مخکې هم څو ځلې ورته اشاره کړې. په یو ځای کې وايي: ”موږ د ځمکې خدایان نه منوو، نه مو باجوه منلی او نه اوس عاصم منیر منو.“ دا خبره د دې معنا لري چې منظور د پاکستان د پوځ مشران د مشرکینو په درجه کې معرفي کوي او هغوی د ”ځمکي د خدایانو“ په حیث خلکو ته ورښيي؛ هغو خلکو ته چې پاکستان تر دې مخکې ځان ورته د اسلام ”قبله“ معرفي کاوه. کله چې یو مسلمان پوه شي چې تا د الله ج سره شریک نیولی، بیا نه درسره دریږي. په همدې منطق که پښتانه د پاکستان په اړه وپوهېږي، هغوی نه بیا د کشمیر جنګ ته ورسره ځي، او نه یې د ”مدینې ریاست“ دروغ مني.
دا چي منظور ته د خپلو خلکو دیني احساسات ور معلوم دي، نو ځکه په همدې برخه کې خپل خلک چلینجوي او د پاکستان او اسلام ترمنځ ”یو“ پرې ټاکي. یا په بله مانا، د پاکستان او اسلام ترمنځ کرښه ورته راکاږي. مثلاً په یوه بل ځای کې پښتنو ته وايي: ”که تاسې دا منئ چې مرګ د خدای ج په لاس کې دی. بیا ولې د پاکستاني پوځیانو څخه ویرېږئ؟ ایمان مو پر خدای راوړی که پر جرنېلانو؟“ یعنې دلته پښتانه یوازې د دې پوځ له خوفه نه خلاصوي، بلکې ورښيي چې پاکستان او اسلام په ټکر کې واقع دي. که تاسې د خدای تر څنګ له پاکستانه هم وېرېږئ، نو دا معنا لري چې یا خو پاکستان خپله د خدايۍ دعوه کوي، یا تاسې دا مقام ورکوئ.
لنډه دا چې منظور له پاکستان سره ټوکې نه کوي؛ هغه په بشپړه هوښیارتیا او جديت سره پر هغه ورځي. دی پوهیږي چې د توپ، ټانګ او الوتکې په نه شتون کې، پاکستان څنګه ماتولی شي. منظور د ځان په څېر یوه ځانګړې لاره لري، او پرې روان دی. ځیني فکر کوي چې دا عدم تشدد ده. خو نه ده. په حقیقت کې دا لاره یوه ستراتېژیکه او خورا محاسبه شوې تکتیکي مبارزه ده چې منظور یې مخته وړي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

