لیکوال: نجیب الله علي خیل
اسلام آباد کې د افغانستان د جمهوري حکومت پخوانی سفیر
له څو لسیزو، پاکستان اکثره وخت دوه اړخیز تجارت او د افغانستان ترانزیتي مال التجاره له ستونزو سره مخ کړی چې لوی زیان یې عادي افغان وګړو ته رسېږي.
د نړېوالو اصولو او په ځانګړې توګه، د ۱۹۸۲ کنوانسیون پر بنسټ، بحر ته لار د ټولو محاط په وچه هېوادو طبیعي حق ګڼل شوې ده. همدا شان د افغانستان او پاکستان د ۱۹۶۵ او ۲۰۱۰ کال(اپتا) موافقتنامه کې د پاکستاني بندرونو له لارې د افغانستان ترانزیتي مالونو لېږ را لېږ حق تسجیل شوی ده.
خو په عمل کې پاکستاني لوري د سیاسي ملاحظاتو پر اساس، دغه توافقات تل نقض کړي چې افغان سوداګرو ته په سلهاو میلیونه ډالر زیان رسېدلې. په همدې ډول د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او نورې لارې، په هفتو تړلي پاتي وي، خاصتآ د افغانستان د تازه میوو په موسم کې.
د جمهوریت په وخت، د دې وضعیت نه دخلاصون په هدف، حتې د هوا له طریقه د بدیلو لارو کوشش وشو. له بده مرغه هغو کلونو کې د ځینو ملحوظاتو له کبله د چابهار بندر، مرکزي آسیا، روسیې او هم واخان دهلېز په هکله، مطلوب توافقات تر لاسه نه شول.
بدیلې لارې:
۱- د چابهار بندر:
دغه مسیر، هند سره د افغان سوداګرو لپاره، یو مناسبه لار ګڼل کېږي او له بل پلوه هند هم د دلارام- زرنج له لارې، مرکزي آسیا ته خپل مالونه لېږدوې شي.
ایران له دی کار سره له پخوا سخته لېوالتیا لري او ښایې د طالبانو او ایراني چارواکو په خبرو اترو کې چابهار یو د مهمو مساېلو څخه وي.
۲- مرکزي آسیا:
افغانستان د مرکزي آسیا دریو هېوادو (تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان) سره له ۲۳۰۰ کیلو مترو څخه زیاته ګډه پوله لري چې له کلونو د مرکزي آسیا ۵ جمهوریتو سره، دوستانه اړیکې او د متقابلو ګټو همکاري موجوده ده.
قزاقستان او ازبکستان د خوراکي موادو لوی ظرفیت لري، او ترکمنستان هم د ګازي او نفتي موادو له کبله غني ده.
له دې نه علاوه، د قزاقستان او چین تر منځ د سوداګرۍ برخه کې د پام وړ لارې فعالې دي چې افغانستان کولای شي په اوږد مهال کې د اړونده توافقاتو په نتیجه کې له دغو لارو چین سره د تجارت په مقصد ګټه واخلي.
۳: د واخان دهلېز:
د افغانستان او چین تر منځ، د واخان دهلېز له اقتصادي او تجارت پلوه، ستراتېژیک اهمیت لري. دغه مسیر له ډېرو کلونو د ختیځی او لوېدیځی آسیا د وصل او اتصال د معبر په توګه، ځان ته پام اړولې او په حقیقت کې واخان، په سلهاو کلونه د ورېښمو لارې مهم برخه وه چې د چین هېواد یې د مدیترانې له بحیرې سره نښلوه.
بدبختانه، هېواد کې د جګړو له امله، د واخان دهلېز ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. دغه دهلېز د بدخشان ولایت نه د چین سره تر ګډ سرحد، ټول ټال ۳۵۰ کیلو مترو شاو خوا واټن لري.
د یادولو وړ بولم چې، د بهرنیو چارو وزارت کې د ماموریت پر وخت مې د واخان دهلېز څخه عملآ لیدنه کړې. دغه لار د تجارت او ترانزیت لپاره حیاتي اهمیت لري.
ننګونۍ :
۱- د څو لسیزو نا امني، د دې لامل شوې چې افغانستان ونشي کړای د خپل ځانګړي جغرافیایی موقعیت څخه، د تجارت او ترانزیت په موخه، ګټه پورته کړي او هم د نورو بدیلو لارو په لټه کې شي. بل خوا، برداشت دا دې چې د امریکا د حضور کلونو کې، چابهار، مرکزي آسیا، روسیې او هم د واخان دهلېز په هکله، ښایې د سترو هېوادو سیالیو خپل منفي اغېز او اثر درلود.
۲- پکار ده چې، تجارت او ترانزیت سیاسي نشي او شته ستونزو ته د حل یوه معقوله او اصولي لار پېدا شي، خو په زیات احتمال به پاکستان خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر، اکثري فشارونو ته دوام ورکوي.
۳- ایران به د چابهار بندر نه ګټه پورته کړي او ضمنآ اټکل کېږي چې دغه هېواد به شرایطو ته په کتو، د افغانستان په مختلفو اقتصادي پروژو او هم د اوبو په مساېلو کې خپلې نوې غوښتنې را مخ ته کړي.
۴- که څه هم د پاکستان بندرونو له لارې بې له خنډ او ځنډ تجارت او ترانزیت، د افغانستان مسلم حق ده، خو د دې احتمال شته چې د پاکستاني بندرونو څخه «دور وهل» او د چابهار له لارې هند سره سوداګري به، د دغه هېواد فشارونو او غېر واقعبینانه غوښتنو ته یوه نوې پلمه شي او پدې ډول به د افغانستان او پاکستان اوسنۍ حساس سیاسي- امنیتي وضعیت، دوه اړخیزه سوداګري او ترانزیت نور هم مختل کړي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

